د پاکستان ایرلاین (PIA) په دوه برخو ویشلو پلان تصویب شو او د هوايي کرښې د بیا تنظیمولو اجازه ورکړل شوه.

0
103

باغي ټي وي رپورټ

د پي آئي اے د بورډ آف ډائريکټرز لخوا لاهور کښې شوې غونډه کښې د پي آئي اے انتظاميې ته هدايات شوي چې د بحالۍ لپاره دې جامع منصوبه تياره کړي ولې د مالي ستونزو له وجې د ملازمينو تنخواګانو کښې زياتوالي منظوري نه ده ورکړې شوې۔

د پي آئي اے وياند ترمخه د بورډ آف ډائريكټرز په غونډه كښې د هوابازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق هم ګډون وكړو۔

د ائير لائن ذرائعو ترمخه د پي آئي اے د بحالئ منصوبه کښي د پي آئي اے په دوه برخو تقسيمول شامل دي چي پکښي د اربونو روپو قرضونه شامل دي، د پي آئي اے په اولني برخه کښي به غير ضروري رياستونه او غير ضروري ملازمين ساتل کيږي او بله برخه کښي به جهازونه وي ګټورې شتمنۍ او اصلي څانګې.

دسرچينو ترمخه دپي آئي اے په دوهمه برخه کې به دکارکوونکو شمير کم ساتل کيږي په داسې حال کې چې دترسره کولو په ترڅ کې به دپي آئي اے لمړۍ برخه په مرحلې ختميږي اؤ غير کور ډيپارټمنټونه به بهر ته وړل کيږي.

د بورډ په غونډه کې د مالي مشکلاتو له وجې د ملازمینو د تنخواګانو د زیاتولو په اړه کومه پریکړه ونشوه.

د ذرائعو ترمخه بورډ آف ډائريکټرز اروپا، برطانيې او امريکې ته د پروازونو د بحالۍ په لړ کښې تر اوسه په پورته شويو ګامونو د اطمينان څرګندونه کړې ده.

بورډ ته وئيلي شوي وو چې د پي آئي اے فزيکي آډټ لپاره به د اروپائي ايوي ايشن ايجنسئ آئي اے ايس اے ټيم په ستمبر مياشت کښې پاکستان ته راځي د کومي لپاره چي ټولي تياري مکمل دي۔

دې نه علاوه په غونډه كښې بورډ آف ډائريكټرز ته د پي آئي اے په الوتكو كښې د نړۍ په سطحه د الوتنې د تفريحي پلان په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔

دسرچينو ترمخه سينئر سټاف افسرانو ايسوسي ايشن په خپل يو بيان کې په غونډه کې دتنخواګانو زياتولو تجويز په ردولو افسوس څرگند کړى دى.

Leave a reply