حکومت د عامو انتخاباتو لپاره د فنډ جاري کولو تګلاره حتمي کړې ده.

0
77

باغي ټي وي رپورټ

د مالیې وزارت د سرچینو په وینا، د ټاکنو کمیسیون د ټولو فنډونو په یوه یوه برخه کې د خوشې کولو وړاندیز رد کړی او پریکړه شوې چې د اړتیا سره سم په پړاوونو کې د ټاکنو کمیسیون ته فنډونه ورکړي. د ذرائعو ترمخه اليکشن کميشن به د ضرورت مطابق فنډز لپاره د خزانې وزارت سره رجوع کوي، عامو انتخاباتو لپاره به ټولټال 42 ارب 42 کروړه روپۍ ورکول کيږي، په لمړي مرحله کې به 10 اربه روپۍ جاري کيږي کوم چې تير مالي کال منظور کړی شوی وو.

دسرچينو ترمخه اليکشن کميشن ته تير مالي کال د15 اربه روپو جاري کولو منظوري ورکړل شوې وه، تير مالي کال د15 اربو څخه 5 اربه روپۍ اليکشن کميشن ته جاري کړل شوې وې اؤ تير مالي کال اليکشن کميشن د 5 اربو څخه 4 ارب 47 کروړه روپۍ استعمال کړې وې، چې اليکشن کميشن پاتې 53 ملينه روپۍ خزانې وزارت ته واپس کړې وې.

سرچينې وائي چې اليکشن کميشن تير مالي کال عامو انتخاباتو لپاره 47 ارب 42 کروړه روپۍ غوښتې وې.

Leave a reply