سېنېټ کښې د توشه خانې انتظامې او ریګولیشن بل وړاندې کړے شو.

0
115

باغي ټي وي رپورټ

د توشه خانې منجمنټ او ریګولیشن بل به په پلاوي کې د حکومتي چارواکو نه علاوه په شخصي کسانو هم شامل وي، په داسې حال کې چې په حکومتي چارواکو کې به اړوند کس او د هغوی کورنۍ هم شامل وي.

بل به صدر، وزیراعظم، د وسله والو ځواکونو په غړو، عدلیې او حکومتي چارواکو کې د سپیکر، ډپټي سپیکر، د سېنېټ چیئرمېن او ډپټي چیئرمېن، وفاقي وزیران، گورنران، پولیټیکل سیکرټري، خاص معاونین او نور وفاقي او صوبائي چارواکي شامل وي. د دې نه علاوه بل به په وزيراعليانو، صوبائي سپيکرانو او ډپټي سپيکرانو، خاص معاونينو، اټارني جنرلز، اډوکيټ جنرلز او نورو افسرانو باندې هم نافذيږي۔

د قانون له مخې، په رسمي پلاوي کې شامل کسان به د توشه خانې له اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې ترلاسه شوې ډالۍ په توشه خانه کې جمع کوي او مرسته کوونکی به د ډالۍ د بازار ارزښت پنځه چنده جریمه کیږي.

Leave a reply