ننګرهار کې د ا.ا.ا. ځانګړو قطعو په دنده پیل وکړ
ننګرهار کې د ا.ا.ا. ځانګړو قطعو په دنده پیل وکړ
له څو ورځو راهیسې ننګرهار ولایت د طالبانو ولکه کې دی، دې ډلې نن اعلان وکړ چې د دوی ځانګړې قطعې خپله دنده پیل کړه.
2021 / 8 / 22 نېڼه باغي ټلویزیون)
له تېرې یکشنبې راهیسې له پنجشیر پرته ټول ولایتونه د طالبانو ولکه دي، یاده ډله اوس د راتلونکي حکومت او نظامي جوړښت په تګلاره کار کوي. تازه یادې ډلې اعلان وکړ چې د دوی ځانګړې قطعې ننګرهار ولایت کې په دنده پیل وکړ ، د دوی په وینا چې دا ځانګړې قطعه به د ننګرهار دامنیت او د خلکو چوپړ کې وي.
د یادونې وړ ده چې یادې ډلې کابل ته له ننوتو سره سم هم ویلي ؤ چې د کابل امنیت د دوی د بدري قطعې په غاړه دی.