د شیخوپورې په مانه نواله سیمه کې پلار د غیرت په نوم خپله لور وژلې او مړی یې د کور په کوټه کې ښخ کړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د پوليس وينا ده چي ملزم فلک شير دري مياشتي وړاندي خپله لور د غيرت په نوم په چړو وهلي وه او د خپل جرم پټولو لپاره ئي د مقتول جسد د خپل کور په کوټه کښي ښخ کړے وو۔
ځايي پوليس وايي کله چې د سيمې خلکو او خپلوانو ترې وپوښتل، نو تورن ورته وويل، چې لور يې چېرته تللې وه، له درېيو مياشتو وروسته ځايي خلکو ته په تورن شک پيدا شو، نو پوليسو ته يې خبر ورکړ.