په سندهـ، بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د وروستیو بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ کسان مړه شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ صوبې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (PDMA) له مخې په سندهـ کې د جولای له ۷مې تر ۲۳مې پورې د بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان مړه شوي چې په وژل شویو کې ۵ ماشومان، ۶ نارینه او یوه ښځه ده.
د سندهـ پي ډي ايم اے ترمخه په تهرپارکر کې 8 او بدين کې 4 کسان وژل شوي، په بيلا بيلو حادثو کې 2 کسان ژوبل شوي هم دي چې تعلق د بدين سره دی. د خېبر پښتونخوا د پي ډي ایم اې له مخې په صوبه کې د دوه ورځو په مهال د بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له امله ۹ کسان مړه او ۸ نور ژوبل شوي دي.
PDMA وايي، ټول ټال 9 کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او 78 کورونه جزوي زیانمن شوي دي.
د صوبائي امدادي څانګي سيکرټري ترمخه چترال، شانګله او بنو کښي د بارانونو او سيلابونو له وجي سخت زيانونه اوښتي دي، متاثره ضلعو لپاره شپږ کروړه روپئ جاري کړي شوي دي، د چترال اپر او لوئر چترال ته 2.2 کروړه، بنو او شانګله ته 1 کروړه روپئ جاري کړي شوي دي۔
بل خوا د بلوچستان په مختلفو ښارونو کې له سختو بارانونو وروسته سیلابي حالت دی. د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د وروستيو بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، په آواران سیمو کې له باران وروسته په سیمه ییزو سیندونو کې د اوبو جریان زیات شوی، چې د خوندیتوب بند د نړېدو وېره هم شته.
د پاټک په بسيمه او نزدې سيمو کې بارانونو او سيندونو تباه کړې، سيلابي څاڅکي ښاريانو ته ننوتلي چې له امله يې ګڼ کورونه، دوکانونه او هوټلونه نړېدلي دي.
د دې نه علاوه بارانونو په ټيټو سيمو کښې تيار فصلونه تباه کړي دي۔






