سپريم کورټ د وکيل عبدالرزاق شر قتل کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان تر راتلونکې اوريدنې پورې د ګرفتارولو حکم کړې دې۔

0
106

باغي ټي وي رپورټ

سپريم کورټ کښې د کوئټې وکيل عبدالرزاق شر قتل کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن نامزد کولو په ضد د درخواست اورېدنه شوې چې پکښې عمران خان خلاف د غدارۍ مقدمه درج کړې شوې ده۔

د جسټس يحيى آفريدي په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ د عمران خان د درخواست اورېدنه وکړه، جسټس مظهر نقوي او جسټس مسرت هلالي په بنچ کې برخه لري. عمران خان عدالت ته حاضر شو او په څوکۍ یې په ولاړه حاضري وخوړه.

وکيل عبدالرزاق شر د قتل په دوسيه کې د مدعي د وکيل د نه حاضرېدو له امله خپل دلائل نه شي ورکولى.

جسټس يحيى افريدي عمران خان ته وويل مونږ تاسو ته تر راتلونکې اوريدنې پورې رليف درکوو.

د بلوچستان ايډوکيټ جنرل وويل چې د پي ټي آئي چيئرمېن ته دې د تحقيقاتي افسر په وړاندې د حاضرېدو غوښتنه وشي.

جسټس يحيى آفريدي پوښتنه وکړه چې ايا د پي ټي آئي چئیرمین تحقیقات پکار دي؟ جسټس مظاهر نقوي وويل په کوم بنياد د پي ټي ائي له چيئرمين څخه تحقيقات کول غواړې؟

د بلوچستان ایډوکیټ جنرل وویل چې د ایف آی آر له مخې دوی د عمران خان په اړه تحقیقات کول غواړي.

جسټس يحيى آفريدي ايډوکيټ جنرل بلوچستان ته وويل چې تر راتلونکې اوريدنې پورې تاسو هدايات اخلئ چې درخواست کوونکي ته ولې پلټنې پکار دي، شکايت کوونکي ته به دلائل وړاندې کړل شي، د درخواست کوونکي د درخواست له مخې هغوي دامنيتي خطرونو سره مخ دي، عدالت تر راتلونکې اوريدنې پورې درخواست کوونکي ته کوم حکم نۀ ورکوي.

عدالت عمران خان ته راحت ورکړی او امر يې کړی چې د وکيل وژنې مقدمې تر راتلونکې اورېدنې پورې دې نه نيول کېږي.

عدالت د وکيل قتل کيس کې د عمران خان د درخواست اورېدنه تر نهم اګست پورې وځنډوله. د وکيل قتل کيس کښې د تحقيقاتو رپورټ سپريم کورټ کښې جمع کړے شوے دے۔
تر دې وړاندې د عمران خان د نامزدګۍ په اړه تحقیقاتي رپورټ سپریم کورټ ته وړاندې کړی شوی وو.

د بلوچستان پراسیکیوټر جنرل د قتل کیس په اړه تحقیقاتي رپورټ سپریم کورټ کښې جمع کړې دې.

رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د ايف آئي آر مطابق مقتول د پي ټي آئي چيرمين خلاف د آرټيکل شپږم مقدمه درج کړي وه او مقتول ته د پي ټي آئي چيرمين خلاف د آرټيکل شپږم د لګولو ګواښونه هم شوي وو۔

رپورټ ترمخه د پلټنو په مهال د کورنو چارو وزارت لخوا د جون په اتمه نيټه 7 کسيزه جے آئي ټي جوړه کړې شوې وه د ډي آئي جي سي ټي ډي په مشرۍ کښې جے آئي ټي تر اوسه 8 اجلاسونه کړي دي چې پکښې د پي ټي آئي چيئرمېن په شمول 4 شکمن کسان شامل دي او د جے آئي ټي په اوله غونډه کښې د ملزمانو د بلنې فيصله شوې وه۔

رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د مقتول د ميرمني او دوه وروڼو بيانونه هم ريکارډ کړے شوي دي چي تر اوسه پوري د پي ټي آئي چيرمين په اړه څه قسمه تحقيقات نه دي شوي۔

Leave a reply