محمد ارشد اپریدي څنګه د ځان مرګي برید ګر څخه کلاشینکوف واخستو او برید ی شنډ کړو،خپله قیصه ی کړې ده

0
535

نصیب شاه شینواري

محمد ارشد چې د خېبر ضلعې باړه پولیس سټیشن په انګړ کښې د ځانمرګي برید په ترڅ کې د ترهګرو په ډزو سخت ټپي شوی دې ، د زړورتیا لوی تاریخ رقم کړو.

نوموړي د مرکزي دروازې سره د ځانمرګی بریدګر ونیولو د کلاشینکوف په اخستلو سره په ودانۍ کښې سرکاري او غیر سرکاري وکړی وژغورل او برید کوونکي هدف ته په رسیدو ونه توانیدل او په دې پوه شول چې برید ناکام دی، دوو ځانمرګو بریدګرو ځانونه والوزول. په بريد کې درې پوليس شهيدان او د محمد ارشد په ګډون ۹ تنه پوليس ټپيان شول.

د باتور محمد ارشد د زړورتيا دغه ټوله قیصه د جولايي په ۲۰ مه د باړې تحصيل په کمپاؤنډ کې د دوه ځانمرګي بريد په مهال نصب شوي سي سي ټي وي کيمرو کښې خوندي شوي. د جولای په ۲۰مه، د سهار په ۱۱ بجو، دوو ځانمرګي بریدګرو چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و، د باړې تحصیل په لویه دروازه ډزې وکړې ،اول ی یو پولیس اهلکار چې په دروازه ولاړ وو په نښه کړو او شهید ی کړو.

د باړې تحصیل د سپاه قبیلې اوسېدونکی محمد ارشد چې د د خپل کار دپاره راغلی وو په ډزو کې سخت ژوبل شوی دی. د ښي لاس هډوکي مات شوي .د سي سي ټي فوټيج په څرګند ډول ښيي چې دوه ځانمرګي بريدګر د مرکزي دروازې له لارې ودانۍ ته ننوتل. او په احاطه کې یې سختې ډزې پیل کړې، د ودانۍ دننه د پولیسو پرسونل هم د ځوانانو ځوابي ډزې پیل کړې.

محمد ارشد، چې د پېښور په حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې تر درملنې لاندې دی، جيو نيوز ته په مرکه کې وويل، چې هغه ځانمرګی بريدګر ونیولو. د محمد ارشد په وینا، هغه د ځانمرګي بریدګر سترګو کښې سترګې ورکړې او ویې ویل: “مونږ بې ګناه خلک یو، ولې تاسو بېګناه خلک وژنئ؟”

خو بريد کوونکي دا خبره رد کړه او سر ی په نا ویلو سره اوخوځولو او خپل ناوړه نيت يې څرګند کړ.د محمد ارشد په وينا، ځانمرګي بريد کوونکي هڅه کوله، چې وسله وال پوليس په ډزو سره له سړکه لرې کړي. سره له دې چې په ډزو کې زما د چپ لاس هډوکي مات او چپه پښه ټپي شوې وه، ما له ځانمرګي بریدګر څخه کلاشینکوف واخیست چې د بریدګر هڅه مې شنډه کړه.

د سي سي ټي وي فوټيجونو کې ښودل شوي چې هغه کلاشينکوف له ځانه سره وړی او هغه يې غورځولی چې نور پوليس ورته د ترهګر په نظر و نه کوري او پرې ډزې و نه کړي.د محمد ارشد په وينا، د باړې د پوليسو سټېشن مرکزي دروازې ته څېرمه یوه کوټه وه چې په کې ګڼ شمېر بې وسلې مديران او دولتي کارکوونکي وو.

د سي ټي ډي سيل، د باړه اسسټنټ کمشنر دفتر، د مختلفو خفيه ادارو دفترونه، د باړه د پوليس سټېشن ودانۍ او د باړې سب جيل ،دا ټولې ودانې په دې لویه ودانې کښې دننه موقعيت لري او برید ګرو غوښتل چې دا ودانې په نښه کړې. د محمد ارشد په وینا ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د ټولو دولتي ادارو کارکوونکي یرغمل کړي.

محمد ارشد زياته کړه، چې له ځانمرګي بريدګر څخه يې د کلاشينکوف په اخستلو سره دغه بريد شنډ کړ. ځانمرګي بريدګر خپل هدف ته له نه رسېدو وروسته ځان ته چاودنه ورکړه. چې له امله يې درې پوليس شهيدان او زما په ګډون نهه تنه پوليس ټپيان شول. محمد ارشد وويل، دا زما لپاره د وياړ خبره ده چې الله جل جلاله ورته جرات ورکړ او عام وګړی او سرکاری اهلکار ی وژغورل.

هغه اوویل او په دې توګه یې د ترهګرو ناپاکه اراده شنډ کړه. نوموړي په جيل کې د ګڼو بنديانو او د مختلفو حکومتي دفترونو د کارکوونکو په ګډون د ګڼو قيمتي ژوندونو په ژغورلو کې رول لوبولی دی، د خپل ژوند کيسه يې بيان کړه او ويې ويل، چې له ۲۰۰۹ کال څخه تر اوسه د ترهګرۍ تر دې اوسني څپې پورې يې ډېر ځله مرګ له نژدې ليدلی دی.

ده هوډ څرګند کړ چې د هېواد د بقا لپاره به له هېڅ ډول قربانۍ څخه ډده ونه کړي، نوموړي وويل چې ولس هم د هېواد د بقا او ساتنې لپاره د ترهګرۍ له شر څخه د خلاصون لپاره د پوليسو او خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او باید عام وګړی دا کار وکړی چې د ترهګرو په ضد د هیواړ امنیتی ادارو سره څنګ په څنګ ودریږي.

دا لوی اتل محمد ارشد د باړې تحصیل د سپاه قبیلې سره تعلق لري او د متاثره تحصیل کمپاؤنډ سره نزدې د چاپ دوکان لري. او د بريد په مهال هغه د خپل شخصي کار لپاره د تحصیل ودانې ته راغلې وو.

Leave a reply