عبدالسلام ضعیف: هیڅ دیني عالم د نجونو د تعلیم مخالف نه دی

0
193

په اسلام اباد کې د ا.ا. پخواني سفير وويل: “تر اوسه پورې د نړۍ علماوو د دې مسئلې د حرمت او يا د هغې د حراموالي په اړه څه نه دي ويلي او دا مسئله بايد ژر تر ژره حل شي.”

د اسلامي امارت دغه پخوانی دیپلومات د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له نړیوالو سره د سرپرست حکومت تعامل د وخت ضایع ګڼي او وايي چې نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره خپله تګلاره بدله کړي.

(2023 / 7 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په اسلام اباد کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي چې په نړۍ کې هیڅ دیني عالم په هیواد کې د ښځو د تعلیم مخالف نه دی.

ښاغلی ضعیف د پوهنې د ستونزې پر حل ټینګار کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې په دې اړه جدي تصمیم ونیسي.

په اسلام اباد کې د ا.ا. پخواني سفير وويل: “تر اوسه پورې د نړۍ علماوو د دې مسئلې د حرمت او يا د هغې د حراموالي په اړه څه نه دي ويلي او دا مسئله بايد ژر تر ژره حل شي.”

اړوند موضوعات:

عمران خان: پر ط.البانو بندیزونه د افغان نجونو پر تعلیم منفي اغېز کوي

Leave a reply