د پيپلز پارټۍ مشر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چي پيپلز پارټي به د نگران وزيراعظم لپاره نوم وړاندي کوي۔

0
240

باغي ټي وي رپورټ

د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې د پيپلز ګوند مشر فيصل کريم کنډي وويل د نگران وزيراعظم د نوم په اړه به د پارټۍ قيادت او کور کميټۍ فيصله کوي، د (ن) ليګ لخوا د نگران وزيراعظم لپاره کوم نومونه مخې ته راځي په هغې به خبرې کيږي.

ده ووئيل پيپلز پارټۍ تر اوسه د نگران وزيراعظم لپاره كوم نوم نه دې حتمي كړې، د نگران وزيراعظم لپاره په نومونو خبرې روانې دي، حتمي فهرست به ډېر زر مخې ته راشي، دوه څلور ورځو كښې به پيپلز پارټي د نگران وزيراعظم لپاره نوم وړاندې كوي۔

فیصل کریم کنډي وویل چې ایم کیو ایم د ټاکنیزو حوزو په محدودولو اعتراض لري، ټاکنې باید وځنډول شي، موږ غواړو چې ټاکنې په اکتوبر میاشت کې وشي، په ټاکنو کې له څلورو تر شپږو میاشتو ځنډ د هېواد لپاره د منلو وړ نه دی، موږ غواړو چې ټاکنې څوک وګټي یا بایللي باید ازاد او عادلانه وګڼل شي.

د پي پي مشر زياته کړې چې آصف زرداري او نواز شريف په دوبۍ کې هيڅ ملاقات نه دی کړی، آصف زرداري دا مهال د دوبۍ نه بهر دی، د نواز شريف سره يې هيڅ ملاقات نه دی کړی.

Leave a reply