د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چې اسحاق ډار ته چې كومه ذمه واري وركول كيږي هغه د هغه وړ دي۔
باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان کې د خبرو په مهال مصدق ملک وويل چې د نگران وزيراعظم لپاره به د قامي اسمبلۍ مشر د ټولو سياسي ګوندونو سره مشوره کوي، اسحاق ډار معاملات په ښه توګه سمبال کړي دي، هغه ويلي دي چې هغه ته چې کوم ذمه واري ورکړل شي هغه به ادا کوي.
ده ووئيل چې اسحاق ډار ته چې كومه ذمه واري وركړې شي هغه د دې لپاره وړ دي، په دې وخت كښې د سياسي لاس وهنې په اړه كومه تبصره نشي كولې۔
مصدق ملک وويل، په نوې سرشمېرنه اعتراضونه موجود وو، چې لرې کېدل يې څو مياشتې وخت نيسي، که نوې سرشمېرنه اعلان شي، نو ټاکنې به له څلورو تر شپږو مياشتو وخت ونيسي.
هغه زياته کړه چې (ن) ليګ په دې خبره کلک ولاړ دى چې د زړو حلقو پر بنسټ ټاکنې وشي، ډېرى ګوندونه زموږ د موقف ملاتړ کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې مصدق ملک وويل دبيس نرخ نوټس اخستى شوى دى چې له امله يې دتيلو دتنظيم درې مياشتنۍ چارجونه کم دي.