په لودھران کې پر یوې سوالګرې ښځې لس ورځې ډله ییز جنسي تېري کوونکي درې تنه ونیول شول.

0
58

باغي ټي وي رپورټ

د قرباني د خاوند په وينا، مېرمنې يې له خلکو اوړه غوښتل او د جولاى په ١٢مه يې مېرمن وتښتوله، نامعلوم ځاى ته يې بوتله او لس ورځې يې په بند کې وساتله او هلته يې ډله ييز جنسي تېرى وکړ.

د مېړه په وینا، لس ورځې وروسته مېرمنې له دې فرصته ګټه پورته کړه او د تورنو له منګولو وتښتېده.

لومړنۍ طبي معایناتو ثابته کړې چې پر ښځې جنسي تیری شوی دی.

پولیس وايي، د وژل شوې ښځې طبي معاینات شوي، د راپور له ترلاسه کولو وروسته به نور اقدامات وکړي.

بل خوا د سرګودها پوليس د ضلعي هيډکوارټرز هسپتال نه د نوي زيږيدلي ماشوم د تښتولو زنانه پشمول دوه کسان نيولي دي۔

ډي پي او سرګودها خبري غونډي ته دوينا په مهال وئيلي دي چي نيولي شوي ملزمان شپږ ورځي وړاندي د ډي ايچ کيو هسپتال نه ماشوم اغوا کړے وو کوم چي برآمد کړے شوے دے۔

دپوليسو وينا ده چې ملزم دويم واده هم کړى ؤ او دغلته پيدا شوى ماشوم يې بې اولاده تښتولى ؤ.

Leave a reply