د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له پانګوالو سره پر کانونو د پانګونې په اړه لیدلي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له پانګوالو سره پر کانونو د پانګونې په اړه لیدلي.
23 جولاي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ له دوه تنو ترکي پانګوالو سره په خپل کاري د فتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړې توګه د افغانستان په کانونو باندې د پانګونې لپاره د شرایطو او د زمینې برابرولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ترکیې هېواد پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې مننه وکړه او د نفتو په کانونو باندې د پانګونې غوښتنه وکړه.
اړوند موضوعات
کانونو او پټرولیم وزارت سرپل ولایت کې دقشقري ۲۱ نمبر څاه پرانیسته ترسره کړی.
خبر زیاتوي چې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کان کېندنې قوانینو مطابق له یادو پانګوالو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.