کرنې او مالدارۍ وزارت وایي: سږ کال د غزني ولایت د بڼونو د شفتالو حاصلات ۱۷۰۰ ټنو ته رسېدلي.
کرنې او مالدارۍ وزارت وایي: سږ کال د غزني ولایت د بڼونو د شفتالو حاصلات ۱۷۰۰ ټنو ته رسېدلي.
23 جولاي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال به د غزني ولایت د شفتالو له بڼونو څخه شاوخوا ۱۷۰۰ ټنه شفتالو ترلاسه شي.
خبر زیاتوي چې د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، په غزني ولایت کې په ۲ زره ۷۸۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي او د امارت په راتګ سره دغه باغونه زیات شوي دي.
اړوند موضوعات
د کرنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د کرنې پر ځان بسیاینې باندې ټینګار کړی
د چنګاش او زمري میاشتې په غزني ولایت کې د شفتالو د مېوې د حاصلاتو موسم دی او په وروستیو کلونو کې د دې مېوې د ښه حاصل له امله خلک د شفتالو د بڼونو جوړولو ته لېواله شوي دي.