افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د ټي ۲۰ کرکټ نړیوال جام لپاره قومي لوبډلې په متحده عرب اماراتو کښې په یو تمریناتي ۲۰ اووریزه لوبه کښې د ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړه
په رسنیو کښې چاپ شوي د رپورټ مطابق افغانستان ټیم توپ وهونکو به ۲۰ اورونو کښې د پینځو لوبغاړو په سوځیدلو د ۱۹۰ منډو هدف ورکړو .
د ویسټ انډیز لوبډلې توپ وهونکې بیا و نه شو کولې هدف پوره کړي او په شلو اوورنو کښې ی صرف ۱۳۳ منډې جوړې کړی او پینځه لوبغاړي ی وسوځیده.
ټولو نه زیاتې منډي ۵۶ افغان لوبغاړي حضرت الله ځآځي جوړې کړې ، محمد شهزار هم ښه توپ وهنه وکړه او ۵۴ منډي ی جوړې کړې.
یاده دې وی چې د افغانستان د ټي ۲۰ کرکټ قامي لوبډله د عرب اماراتو په دوره ده چرته چې په نړیوال جام کښې ګډون کوي ، د افغانستاني ملی د کرکټ لوبډله په اول ځل د افغانستان اسلامی امارت په حکومت کښې په نړیوال جام کښې د شرکت لپاره تللې ده، ددې نه وړاندې د افغانستان د ۱۹ کالو نه کم د کرکټ لوبغاړو ډله د تورخم په لار پاکستان ته راغله، بیا دوبیی او بیا بنګله دیش ته ی سفر وکړه.
د افغان ۱۹ کالو کم د لوبغاړو ټیم په بنګله دیش کښې د ښې لوبې مظاهره وکړه ، یو ټسټ میچ ی د بنګله دیش نه وګټل خو په یوه ورځني مقابلو کښې ی شکست اوخوړل.
د افغانستان د دولتي کرکټ کمیټي په ټویټر پانړه هم افغان اولس او لوبغاړو ته د میچ په بریا مبارکي وړاندې کړې ده.
A clinical performance from Afghanistan@zazai_3 & @MShahzad077 scored 5️⃣0️⃣s & Nabi took 3 wickets to lead @ACBofficials to a comprehensive win over @windiescricket in the 2nd Warmup match before their 1st official match vs B1 on Oct 25. pic.twitter.com/TiZeqhFopS
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) October 20, 2021