د تېرو ٢٤ ساعتونو په مهال د سندهـ او بلوچستان په غرنيو سيمو کې د سختو بارانونو له امله په حب کې د اوبو سطحه پورته شوې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د واپډا چارواکو ترمخه د خالي په ورځ په حب ډېم کې د اوبو کچه 329.5 ته رسيدلې وه خو د خالي په ورځ ماښام پورې د سندهـ صوبې دادو، ميهر اؤ بلوچستان ضلعو پشمول د سندهـ او بلوچستان په کرتار غرنۍ لړۍ کې غيرمعمولي باران شوى دى.
د واپډا زرائعو ترمخه د اتوار په ورځ غرمه ۱۲ بجې په حب ډېم کښې د اوبو سطحه اته انچه پورته شوې وه او د څلوېښتو کلوميټره ځائې نه حب ډېم ته د اوبو بهېدنه روانه ده۔ ياده دې وي چې حب بند د بلوچستان په حب سيمه کې پروت دى، چې له کراچۍ سره نښلول شوى، د کراچۍ بېلابېلو سيمو ته د څښاک او نورو استعمال لپاره اوبه رسوي، په داسې حال کې چې د بلوچستان بېلابېلو سيمو ته د خړوبولو لپاره اوبه ورکول کېږي.
تېر کال د حب بند د غیر معمولي بارانونو له امله په بشپړه توګه ډک شو.