اليکشن کميشن د خيبرپښتونخوا نګران وزير شاهد خټک د لرې کولو حکم جاري کړے دے۔

باغي ټي وي رپورټ
شاهد خټک په نوښار کې سياسي وينا وکړه چې پکې يې پر پرويز خټک او مولانا فضل الرحمان نيوکې وکړې.
په اليکشن کميشن د نيوکو له وجې د خيبرپښتونخوا د نگران وزير شاهد خټک د لرې کولو حکم جاري کړے شو چې پکښې شاهد خټک د اليکشن کميشن فيصله يو اړخيزه بللې ده۔ په دې لړ کښې د اليکشن کميشن سيکرټري د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي ته يو خط هم ورکړے دے.
په لیک کې هیله ښودل شوې چې نگران حکومت به د ټاکنو په بهیر کې د نفوذ هڅه ونه کړي او څرګنده یې کړه چې ټولو سیاسي ګوندونو ته باید مساوي فرصتونه ورکړل شي.






