د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وايي، د انتخاباتو د ځنډېدو هېڅ امکان نشته، هر څومره چې آئيني موده پوره شي، دوی به له واکه جلا کېږي او له مشورې وروسته به نگران حکومت مخې ته راځي.

0
87

باغي ټي وي رپورټ

لاهور کښې د لائف ټائم اچیومینټ نیشنل انجینرنګ ایکسیلنس ایوارډ دستورې ته وینا کښې احسن اقبال اوویل چې زه به ولس ته ووایم چې تاسو ټولو ګوندونو ته کوشش کړی دی خو د مسلم لیګ (ن) په وخت کښې د ملک په تاریخ کښې ریکارډ پرمختګ شوی نو دې ګوند ته چانس ورکړئ. هغه وويل، چې د حکومت له ختمېدو يوه اونۍ وړاندې به د سرپرستانو د تشکيل په اړه سلا مشورې بشپړې شي، چې وروسته به د ټاکنو پروسه پيل شي.

احسن اقبال وئيلي دي چې دپاکستان په ایټمي پروگرام کې دبرياليتوب فارمول دقومي پرمختيا فارمولا ده مونږ داقتصادي پرمختيا په اړه هيڅ جوړجاړي نۀ شو کولاى.

احسن اقبال وويل څوارلس مياشتني حکومت سختو پرېکړو په کولو سره داقتصادي بحالۍ د سفر بنياد کېښودو.

Leave a reply