د موقت حکومت له جوړېدو مخکې دوبۍ یو ځل بیا د سیاسي فعالیتونو په مرکز بدله شوه.

باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو له مخې پخوانى وزيراعظم نوازشريف د سعودي عرب څخه دوبۍ ته راستون شوى اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري اؤ بلاول بهټو هم په دوبۍ کې کيمپونه لګولي دي.
تېره ورځ پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د یوې ځانګړې الوتکې له لارې دوبۍ ته ورسېد، تمه ده چې پخوانی ولسمشر به په دوبۍ کې مهمې سیاسي ناستې ولري، اصف علي زرداري به په دوبۍ کې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته خپل هېواد ته راستون شي. که د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ مشران سره را ټول شي نو د نگران څوکۍ په اړه د مهمې مشورې امکان شته.
بلخوا د نواز شريف سره ملاقات نه پس مريم نواز د شپې ناوخته وطن ته واپس شوې دې۔






