په لاهور کې د ۶ ساعتونو او ۴۵ دقیقو پرله پسې باران ورېدو د ښار سړکونه، چوکونه، کوڅې او بازارونه په حوضونو بدل کړل، دوه هلکان د باران په اوبو کې ډوب شول.

باغي ټي وي رپورټ
په لاهور کې سخت باران سړکونه او کوڅې په سیندونو بدلې کړې. د واسا له مخې تر ټولو زيات باران په ائيرپورټ او ګلشن راوي کښې د 200 ملي ميټرو نه زيات ريکارډ کړے شوے دے۔
په ګلشن راوی کې ۱۸۳ ملی میٹر باران او د ښار په یو شمېر سیمو کې تر ۱۵۰ ملی میٹر زیات باران ثبت شوی دی.
د باران اوبه د عمومي روغتون د ایمرجنسي وارډ دروازې ته ننوتې. د جناح هسپتال انتظامي بلاک او بهرنۍ دروازې مخې ته هم اوبه جمع شوي، چتونه هم لويدلي، پارکنګ لاټ کښې موټر سائيکلونه هم ډوب شوي دي۔
عملیات د باران له امله وځنډول شول، ناروغان او ورسره ملګري یې له سختو ستونزو سره مخ شول.
په نووانکوټ او شېراکوټ کې دوه هلکان ډوب شوي او په رایوند کې د شبیر په نوم یو سړی د چت غورځېدو له امله ټپي شوی دی.
انتظاميي د ډيرو سيمو نه د اوبو رسولو کار مکمل کړے دے ولي ډيري سيمي لا هم اوبو لاندي دي۔
د واسا ماشینونه خراب شوي او په ځینو ځایونو کې بند پاتې دي، کارمندان هم غیر حاضر دي، خو په ځینو ځایونو کې د واسا ماشینونه هم فعاله لیدل شوي. د دې تر څنګ په ښار کې د برېښنا سیستم هم ګډوډ شوی او په ډېرو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.
د لاهور نه علاوه قصور، شيخوپوره، پاکپتن، چونيان او قبائيلي سيمو کښې باران شوے دے۔
د موسمياتو محکمي وينا ده چي باران به د اتوار په ورځ هم جاري وي۔
د راوي سيند پر هر ډول فعاليتونو بنديز ولګول شو
بل خوا د لاهور ضلعې انتظاميې د راوي بنک سره نزدې په هر قسمه فعاليتونو بنديز لګولې دې۔
ډپټي کمشنر هدايات ورکړ چې ښاريان دې د راوي سيند ته د حمام، کشتۍ کولو لپاره نه ځي او هغه خلک چې د سيند په غاړه کې اوسيږي، بايد خپلې کورنۍ او څاروي خوندي ځايونو ته انتقال کړي.
ډي سي لاهور وويل ضلعې انتظاميه د هر ډول بيړني صورتحال سره د مقابلې لپاره تياره ده.





