د لاهور د سول لائن پولیس سټیشن ایس ایچ او او د هغه ملگري افسر د یو هوټل نه د رشوت اخستو په تور په خپله پولیس سټېشن کې نیول شوي دي.

0
203

باغي ټي وي رپورټ

د پوليس چارواکو ترمخه ډپټي انسپکټر جنرل پوليس اپريشنز لاهور علي ناصر رضوي ته په برطانيې کې ميشت يو وګړي شکايت کړی ؤ چې د سول لائن پوليس سټيشن ايس ايچ او او يو سب انسپکټر د لاهور په لارنس روډ باندې د دوی هوټل نه د مياشتو نه روپو اخستو غوښتنه کوي چې په اړه يې ډي آئي جي اپريشنز د سختې کاروائي هدايات کړي دي .

د ډي آئي جي په هدايت د هوټل منيجر د ايس ايس پي اپريشن لاهور سهيل اشرف سره رابطه کړي ده۔

د هوټل منیجر محمد مشتاق په وینا، د جولای په ۱۷ مه، د سول لاین پولیس سټیشن سب انسپکټر اختر حسین په ساده جامو کې د هغه هوټل ته راغی او د “لنډې مودې” لپاره یې د کوټې بک کولو غوښتنه وکړه او د هر ډول پیسو ورکولو وړاندیز یې وکړ.

د مدیر په وینا دوی انکار وکړ او ویې ویل چې هوټل یوازې د کورنیو او مسافرینو لپاره دی او دوی د قواعدو او ضوابطو له مخې هیڅ کوټه نه شي بک کولی، چې اختر حسین ځان د پولیس افسر په توګه پیژندلی او ویلي یې دي چې غواړي د ایس ایچ او لپاره یوه کوټه بک کړي.

د هوټل منیجر په وینا هغه متاثره نه شو او د کوټې ورکولو نه یې انکار وکړو، د منیجر محمد مشتاق په وینا اختر حسین ورته وویل چې د ایس ایچ او ندیم شیخ لخوا ورته زنګ وهلی شو، سب انسپکټر هغه د ګنګا رام هسپتال پولیس پوسټ ته بوتلو چرته چې ایس ایچ او باواردي په روایتي طریقه په بستره پروت وو او پښې یې په ځیر فشار اچولې وې.

Leave a reply