ا.ا. اصف علي دراني ته: پاکستان باید د زور کارولو پر ځای له ټي ټي پي سره د سولې لاره خپله کړي

ا.ا. اصف علي دراني ته: پاکستان باید د زور کارولو پر ځای له ټي ټي پي سره د سولې لاره خپله کړي
ایکسپریس ټریبیون د خپلو نامعلومو سرچینو په حواله د شنبې په ورځ د سرطان په ۳۱مه راپور ورکړ چې د پاکستان له پرله پسې غوښتنو سره سره د ا.ا. له ټي ټي پي سره د جګړې په اړه خو د تړلو دروازو تر شا له څو ناستو وروسته طالبانو د خپل هېواد ځانګړي استازي ته ویلي چې اسلام اباد باید د سولې لاره تعقیب کړي.
پاکستان تېره چهارشنبه کابل ته خپل ځانګړی استازی واستاوه چې ا.ا. ته واضح پیغام ورسوي.
(2023 / 7 / 22 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني له درې ورځني سفر وروسته اوس ځینې سرچینې وايي چې د دغه پاکستاني چارواکي ته ویل شوي چې اسلام اباد باید د زور پر ځای له پاکستاني طالبانو سره د سولې لاره تعقیب کړي.
ایکسپریس ټریبیون د خپلو نامعلومو سرچینو په حواله د شنبې په ورځ د سرطان په ۳۱مه راپور ورکړ چې د پاکستان له پرله پسې غوښتنو سره سره د ا.ا. له ټي ټي پي سره د جګړې په اړه خو د تړلو دروازو تر شا له څو ناستو وروسته طالبانو د خپل هېواد ځانګړي استازي ته ویلي چې اسلام اباد باید د سولې لاره تعقیب کړي.
اړوند موضوعات:
پاکستان تېره چهارشنبه کابل ته خپل ځانګړي استازی واستاوه چې ا.ا. ته واضح پیغام ورسوي. اصف علي دراني په دغه سفر کې د ا.ا. له لومړي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او له نورو چارواکو سره وکتل. په دې سفر کې هغه ا.ا. هغه خبرداری ورکړ چې د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې د اسلام اباد د صبر کاسه ختمه شوې ده.






