د انارو د جوس څښاک لومړۍ جوپه له هرات څخه امریکا ته صادره شوه

ښاغلي مجاهد دا نه ده څرګنده کړې چې دغه بار له کومې لارې او د کومې موافقې له مخې امریکا ته استول شوی دی.
د امریکا د سوداګرۍ د نمایندګۍ په رسمي وېبپاڼه کې د ورکړل شویو شمېرو او معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ۷۹۷ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګرۍ سره د امریکا ۱۵۰م سوداګریز شریک و.
له دوو کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت ویاند له افغانستان څخه امریکا متحده ایالاتو ته د تجارتي مالونو د لېږلو خبره کوي.
(2023 / 7 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د انارو د جوس څښاک لومړۍ جوپه له هرات څخه امریکا ته صادره شوه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د پامیر کولا فابریکې د تولید شوي انارو جوس لومړۍ جوپه له هرات ولایت څخه امریکا ته صادره شوه.
ښاغلي مجاهد دا نه ده څرګنده کړې چې دغه بار له کومې لارې او د کومې موافقې له مخې امریکا ته استول شوی دی.
د امریکا د سوداګرۍ د نمایندګۍ په رسمي وېبپاڼه کې د ورکړل شویو شمېرو او معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ۷۹۷ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګرۍ سره د امریکا ۱۵۰م سوداګریز شریک و.
اړوند موضوعات:
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ لۀ لارې ۶۲ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي