ډي آئي جي شارق جمال لاهور کښې په ناڅاپه او پراسرار ډول مړ شو.
باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه دډي آئي جي شارق جمال مړى تيره شپه دلاهور په ډي ايچ اي سيمه کې پخپل کور کې موندل شوى دى.
سرچينې وايي، مړى د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږدول شوى، شارق جمال د مرګ پر مهال په کور کې يواځې و.
دسرچينو ترمخه ډي آئي جي شارق جمال خپل دوه ملازمان دکور نه بهر دکار لپاره ليږلي وو، کله چې ملازمان کور ته راستانه شول نو ډي آئي جي مړ وموندل شو چې وروستو پوليسو ته خبر ورکړ شو.
سرچينې وايي د ډي آئي جي شارق جمال کورنۍ په يو بل کور کې موجوده وه.
د پوليسو له خوا د پېښې په اړه نورې پلټنې پيل شوې دي.
شارق جمال د ډي آئي جي ټريفک او ډي آئي جي ريلوے هم وو په کوم وخت کښې چې هغه د او ايس ډي په عهده وو۔