د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ د پاکستان کرکټ بورډ انتظامئي کمیټې ته امر کړی چې په پنځلس ورځو کښې د بورډ آف ګورنرانو ته یو نوټیفیکیشن جاري کړي چې په یوه هفته کښې دننه د پی سی بی د چیرمین ټاکنه وشي.

باغي ټي وي رپورټ
تيره ورځ د پي سي بي بورډ آف ګورنر په ضد دائر کړے شوي درخواست باندي د لاهور هائي کورټ پنډي بينچ جسټس شاهد جميل خان فيصله جاري کړه او وئيلي ئي دي چي موجوده انتظامي کميټي د پي سي بي د چارو چلولو او کار مکملولو اختيار لري نو د بورډ آف ګورنرانو نه اطلاع ورکولو وروسته دي د پي سي بي چيئرمين په اوو ورځو کښي وټاکل شي۔
د پي سي بي بورډ آف ګورنر په ضد درخواست د راولپنډۍ کرکټ ایسوسی ایشن صدر نوید عباسي جمع کړې دې.
نوید عباسي د خپل وکیل وکیل سعید یوسف خان سره په عدالت کې حاضر شو، په درخواست کې استدلال شوی و چې د قائداعظم ټرافي څلور غوره ټیمونه دې په بورډ آف ګورنر کې شامل کړل شي خو داسې ونه شول.
د پي سي بي وکيل امتياز علي صديقي عدالت ته وويل چې وفاقي حکومت د جون په ٢٢مه د ګورنرانو نوی بورډ جوړ کړی دی. عدالت په فيصله کې وئيلي چې وفاقي حکومت د انتظامي کميټۍ په جوړښت کې دبدلون اختيار لري، په 5 جولائي 2023 د دوهم انتظامي کميټۍ د ټاکلو نوټيفيکيشن په هيڅ صورت غيرقانوني نۀ دى.
د درخواست د اوریدو په مهال عدالت فیصله جاري کړه چې انتظامئي کمیټه دې په 15 ورځو کې بورډ آف ګورنر ته خبر ورکړي او په 7 ورځو کې دې د پی سی بی مشر وټاکي.
محکمې زیاته کړې، چې د سیاسي لاسوهنو له امله په هېواد کې د لوبو جوړښت سخت زیانمن شوی دی.
ياده دې وي چې وفاقي حکومت د جولائي په پنځمه د پاکستان کرکټ بورډ نوې انتظامي کميټي جوړه کړې وه۔
په نوې کمېټۍ کې ذکا اشرف د پي سي بي انتظامې کمېټۍ مشر ټاکل شوی دی.






