نن د پاکستان سټاک ایکسچینج کې د کاروبار لپاره مثبته ورځ وه.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان سټاک ایکسچینج کې د کاروباري ورځې په مهال ۱۰۰ انډیکس په ۴۶۱۲۲ پوائنټونو بند پاتې وو خو د کاروبار په پای کې د هنډرېډ انډیکس د ۵۲۲ پوائنټونو په زیاتوالي سره ۴۵۹۲۰ ته بند شو.
په سټاک مارکيټ کې د 50 کروړه 45 لکو نه زياتو شيئرو کاروبار شوی چې ارزښت يې د 12 اربه روپو څخه زيات دی.
بل اړخ ته د مسلم ليګ (ن) چيف آرگنائزر مريم نواز په سټاک ایکسچینج کښي د کاروبار په وده باندي خپل ردعمل څرګند کړی دی.
هغه وويل پاکستان دپرمختگ په لوري روان شوى دى.