پيښور: ترهګرو يو ځل بيا د ريګي ماډل ټاون په پوليس ناکه باندي د لیزري وسلې استعمال کړې چې له امله يې دوه پوليس مړه او دوه ژوبل شوي وو

0
173

باغي ټي وي رپورټ

د خيبرپښتونخوا آئي جي اختر حيات خان وئيلي دي چي پيښور کښي د ريګي ماډل ټاؤن پوليس سټيشن په حدودو کښي د شپې په تياره کښي ترهګرو د پوليس اهلکارو باندي حمله کړي وه چي په دغه حمله کښي ترهګرو يو ځل بيا د ترمل ويژن سنائپر او ايم فور رائفلونه استعمال کړي دي۔

د آئي جي په وينا، ترهګرو د 30 ميټرو په فاصله 17 ډزې وکړې چې له امله يې 2 پوليس ووژل شول او 2 ژوبل شول او ترهګر په اسانۍ سره وتښتېدل.

له بلې خوا د خيبر پښتونخوا د پخواني ايي جي په وينا لیزري وسلې د ورځې او شپې په هر ډول موسم کې هر ځای کارولی شي، د دې وسيلې رينج شاوخوا درې کيلومتره دی.

د امنیتي چارو کارپوهان وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د څه باندې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت جنګي تجهیزات پاتې شول.

په تھانه سربند بريد کې په لمړي ځل د سنائپر رائفل استعمال کړل شوى وو،د خېبرپښتونخوا حکومت په بنو، لکۍ مروت، ډيره اسماعيل خان او ټانک کې ترهګرو ته د ځواب ورکولو لپاره پرمختللې وسلې ورکړې وې.

د خېبرپښتونخوا د څلورو ضلعو پوليسو ته د لیزري وسلو سره د مبارزې لپاره عصري وسلې ورکړل شوې، خو د پېښور او قبایلي سیمو پوليس چې له ډېرې مودې راهيسې د ترهګرۍ قرباني دی، لا هم ترې بې برخې دی.

Leave a reply