لنډي کوتل کښې ځانګړي امنیتي ګامونه اخستل شوي دي

0
173

باغی ټي وي رپورټ

لنډي کوتل: د ډي پي او خيبر سليم عباس کلاچي او ايس ايچ او لنډي کوتل ابراهيم شينواري په لارښوونه د لنډي کوتل ايډيشنل ايس ايچ او فضل الرحمان آفريدي په جوماتونو کښې د لمانځه په مهال د امنيت ټينګولو لپاره پوليس اهلکار تعینات کړي وو۔

دا خبره هم.مهمه ده چې د لنډي کوتل اسسټنټ کمشنر ارشاد علي مهمند لنډي کوتل بازار کښي د ټريفک پوليس اهلکارو سره د تورو شيشو لرونکو ګاډو په ضد د کريک ډاؤن په موقع د تورو شيشو لرونکو ګاډو نه تور کاغذونه لرې کړل.

بل لوري ته د لنډې کوتل انتظامي چارواکي وايي، د لندې کوتل بازار او پاک افغان لویې لارې په اوږدو کې یې د امن و امان د وضعیت ټینګولو په لړ کښې ځانګړي ګامونه اخستي وو چې کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي.

د یادونې ده چې پرون په باړه تحصیل کښې د بولیس په ودانې وسله وال ځانمرګي برید کښې درې پولیس اهلکار شهیدان شول او اته ټپیان شول.
د پولیسو چارواکي وایی چې دا ځانمرګي برید وو.

Leave a reply