بلوچستان عوامي ګوند په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د بشپړ ګډون پرېکړه کړې ده.

0
62

باغي ټي وي رپورټ

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرکزي صدر او وزيراعلي بلوچستان مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې د مشرانو جرګې غونډه شوې چې پکې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د پارټۍ چيف آرگنائزر او د بلوچستان صوبې سپيکر مير جان محمد جمالي او نورو مشرانو ګډون کړی وو.

په غونډه كښې د نگران كمېټۍ په جوړولو سلا وشوه او د ګوند تنظيمي مسايل هم په نظر كښې ونيول شول۔

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې بلوچستان عوامي ګوند به په عامو انتخاباتو کې پوره برخه اخلي او د ټکټونو د وېش لپاره به ډېر ژر پارلماني بورډ جوړېږي.

په غونډه كښې دا فيصله هم وشوه چې په 26م جولائي به كوئټه كښې د پارټۍ غونډه كېږي چې د پارلماني بورډ جوړولو پشمول د نورو ګوندي مسايلو جاج واخلي۔

Leave a reply