امريکا وايي د قران کريم د توهين غندنه کوي، دا يو بزدلانه عمل دی، مونږ د قرآن او نورو بيانونو قدرداني کوو.
باغي ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې هغه نه یوازې په پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کې د قانون د حاکمیت د ملاتړي په توګه د اساسي جمهوري اصولو ملاتړ کوي.
ده ووئيل مونږ د قرآن كريم بې حرمتي غندنه كوو، دا يو بزدلانه عمل دے، مونږ د قرآن او نورو احكامو د اهميت قدرداني كوو او د هر چا د مذهب او عقيدې د ازادۍ د حق ملاتړ كوو۔
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس میلر زیاته کړه چې افغانان به طالبان په خپلو ژمنو ودروي او موږ په سیمه کې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره خپله وړتیا ساتو.
هغه وویل چې د طالبانو ژمنو ته په پام سره امریکایان د خپلو ګټو د ساتنې حق لري.
د يادونې وړ ده، چې په سويډن كې مېشت عراقي تبعه سلوان موميكا يو ځل بيا د قرآن كريم بې حرمتي وكړه او د عراق بيرغ ته يې هم توهين وكړ.
پاکستان په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي وروستۍ پېښه په کلکه غندلې ده.