د اقتصادي رابطې کمېټۍ د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره د 42.5 اربه روپو د مرستې منظوري ورکړه.
باغي ټي وي رپورټ
د اقتصادي رابطې كمېټۍ غونډه د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔
د سرچينو ترمخه داقتصادي رابطه کميټۍ په غونډه کې عامو انتخاباتو لپاره د 42.5 اربه روپو گرانټ منظوري ورکړل شوې.
سرچينې وائي چې داقتصادي رابطه کميټۍ دالیکشن کميشن د سمري منظوري ورکړې ده خو دانتخاباتو لپاره دفنډونو حتمي منظوري به وفاقي کابينه اخلي.
سرچينې وائي چې په ابتدا کې به د لس اربه روپو فنډ اليکشن کميشن ته جاري کړل شي.
بل خوا د پاکستان د الیکشن کمیشن سپیشل سیکرټري ظفر اقبال وايي که قامي اسمبلۍ د اګست په 12مه منحل شي نو انتخابات به د اکتوبر د 11مې نیټې نه وړاندې کیږي او که د دې نه وړاندې اسمبلۍ منحل شوه نو بیا به په دریو میاشتو کې انتخابات کیږي.
له دې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف هم ویلي وو چې په اګست میاشت کې به حکومت ړنګوي او چارې به نگران حکومت ته سپاري.