سعودي عربستان د عمرې د سعادت لرونکو بهرنیانو لپاره نوې سکیم اعلان کړی دی.

0
184

باغي ټي وي رپورټ

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سعودي اتباع کولای شي چې د عمرې په خاطر خپلو ملګرو ته په شخصي ویزه سعودي عربستان ته دعوت کړي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت په ټولنيزو رسنيو کې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په شخصي ويزې راغلي بهرني اتباع به يو ځل د ننوتو ويزې ترلاسه کولی شي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت هم خبر ورکړی دی چې په دغه ویزه راغلي بهرنیان به په مختلفو ښارونو کې د تاریخي ځایونو او کلتوري مرکزونو د لیدلو ترڅنګ د نبوي جومات د زیارت کوالی شي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه بهرنیان چې په پرنسپل ویزو باندې راغلي دي، د سعودي عربستان ټولو ښارونو او سیمو ته به د تګ اجازه ولري.

Leave a reply