روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له رئیس سره په لیدنه کې ویلي چې له ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په ښه توګه مدیریت شوی دی.

روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له رئیس سره په لیدنه کې ویلي چې له ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په ښه توګه مدیریت شوی دی.
20 جولاي بنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان بانک له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي نن د افغانستان بانک له رئيس هدایت الله بدري سره ولیدل.
خبر زیاتوي چې په یاده کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي چې د بېلابېلو اقتصادي ننګونو او ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په غوره توګه مدیریت شوی او د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د ستاینې وړ دي.
اړوند موضوعات
همدا راز په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل (Islamic Microfinance Institutions) د ودې په برخه کې پر ګډو همکاریو، پر بانکي سکتور د بندیزونو لري کولو او د بانکي سکتور د وضعیت او یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.






