د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د پاکستان او اوکراین ترمنځ دفاعي تړون نشته.
باغي ټي وي رپورټ
د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري په اسلام اباد کې دخپل يوکرائني هم منصب دميټرو کاليبا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې دروس اؤ يوکرائن ترمينځ په روانه جگړه کې دانساني ژوند په زيان افسوس دى اؤ بايد ددواړو هيوادونو ترمينځ ستونزې دخبرو اترو له لارې هوارې شي.
ده ووئيل د پاكستان او يوكرائن ترمېنځه دفاعي معاهده نشته٬ مونږ په سيمه كښې امن غواړو او پاكستان له اوكراين سره دوه اړخيزه اړيكې زياتول٬ اوكرائن سره په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتول غواړي۔
د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ديميتروکليبا وويل، پاکستان او يوکراين ښې اړيکې لري او غواړي چې سوداګري او همکاري نوره هم پراخه کړي.
د یوکرین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان مننه وکړه چې زمونږ د امنیت او حاکمیت ملاتړ کوي او نړیوال بازار ته د یوکریني مالونو د لاسرسي اسانتیا برابروي.