د پاکستان د الېکشن کمېشن خاص سيکرټري ظفر اقبال په يوه دستوره کې وئيلي دي چې که د اګست په دولسمه نېټه قامي اسمبلۍ منحل شي نو بيا به د اکتوبر په يوولسمه نېټه انتخابات وشي .
باغي ټي وي رپورټ
ظفراقبال زیاته کړه چې مونږ به ضرور امنیتي کسان ولرو، په زړو حلقو باندې به انتخابات کیږي، د انتخاباتو لپاره د اوبو نښه کاغذ اخستل شوي، ټولې ادارې په تماس کې دي، د ډي آر او او آر او لپاره عدلیې ته مراجعه کړې ده، د انتخاباتو لپاره پوره تیاري لري، مواد تیار شوي دي، رجسټرار د آر اوز لپاره هائی کورټ ته درخواستونه کړي دي.
د اليکشن کميشن سپيشل سيکرټري ظفر اقبال وئيلي دي چې اليکشن کميشن انتظامي افسران، خپل افسران او عدالتي افسران استعمالولی شي، دوي به د نوي انتخابي اصلاحاتو مطابق انتخابات کوي۔ بلخوا د اليکشن کميشن سيکرټري عمر حميد په خپلو خبرو کې وويل چې د پي ټي ائي د بهرنۍ فنډنګ مسله په عدالت کې ده، سياست کې تورې پيسې نظام ته زيان رسوي، دا په يو کال کې نه شي ختمولی، د ټيکس قانون بايد ښه شي.
ياده دي وي چي تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف ايم کيو ايم پاکستان ته باور ورکړے وو چي تر اوسه پوري د پخوانۍ مردم شماري په بنياد د انتخاباتو کولو فيصله نه ده شوي۔
له دې وړاندې په يو بل بيان کې وزيراعظم شهباز شريف واضحه کړې وه چې زمونږ دحکومت موده به په اګست مياشت کې ختميږي، اليکشن کميشن به داکتوبر او نومبر په مياشت کې هرکله چې ټولټاکنې کوي اعلان به يې کوي.