د بلوچستان حکومت او د انلاین سرچ انجن کمپنۍ ګوګل تر منځ د صوبې ځوانانو ته د ګوګل سکالرشپ او انټرنشپ په اړه هوکړه وشوه.

0
105

باغي ټي وي رپورټ

د دغه تړون موخه د صوبې ځوانانو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مهارتونو برابرول او همدا راز ځوانانو ته د عصري عصر له غوښتنو سره سم د انلاین دندې د ترلاسه کولو وړتیا ورکول دي، چې د تړون له مخې به ګوګل د ولایت د اطلاعاتو څانګې ډیجیټل کولو کې هم مرسته کوي.

د بلوچستان حکومت او ګوګل تر منځ په دې معاهده د صوبايي حکومت لخوا د انفارمېشن ټېکنالوجۍ سيکرټري طيب لاهوري او د اطلاعاتو سيکرټري محمد حمزه شفق او د ګوګل په استازيتوب د ګوګل ډلې مشر عمر فاروق لاسليکونه وکړل.

په دې لړ کښې اسلام آباد کښې يوه دستوره کښې د خزانې صوبائي وزير انجنئير زمرک خان اڅکزئ او چيف سيکرټري عبدالعزيز عقيلي هم ګډون اوکړو۔

د روان کال په مې میاشت کې ګوګل د بلوچستان ځوانانو ته ۱۰۰۰ سکالرشیپونه ورکړي وو: د اطلاعاتو سیکرټري محمد حمزه شفقت.

په دې موقع چيف سيکرټري د بلوچستان حکومت او ګوګل ترمينځه معاهده يو مهم پرمختګ وباله او ويې ويل چې وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو د صوبې ځوانانو ته باعزته روزګار ورکولو کښې ژوره علاقه لري او دې مقصد لپاره ځوانانو ته په هر ډګر کښې د پرمختګ موقعې ورکول کيږي۔

په دی موقع د اطلاعاتو سیکرټری محمد حمزه شفقت اوویل چی د روان کال می میاشت کښي ګوګل د بلوچستان ځوانانو ته زر سکالرشیپونه ورکړی وو چی پکښي د 900 نه زیات ځوانانو په دغه پروګرام کښي داخله اخستې وه ولی اوس ګوګل نور 2000 سکالرشیپونه ورکړی دی چی پکښي د زنانو او هلکانو لپاره 1000 سکالرشیپونه شامل دی.

د اطلاعاتو سيکرټري دا هم وويل چې د انټرنشپ سره ځوانانو ته به نړيوال سرټيفيکيشن حاصل وي او د دې نه به په انلاين توګه دندې تر لاسه کولې شي، د دې ترڅنګ به انټرنټس ته د مياشتې تر ١٠٠٠ ډالرو پورې عايد هم ترلاسه شي.

Leave a reply