د پاکستان ډیموکریټک موومینټ (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې مونږ ویلي وو چې د پي ټي آئي چیرمین د خارجي ایجنټ دی او اوس دا خبره په ډاګه کیږي.

0
170

باغي ټي وي رپورټ

په اسلام اباد کې دخبرو په مهال مولانا فضل الرحمان وويل چې دپي ټي ائي مشر درا، موساد او ځينو نړيوالو قوتونو مالي ملاتړ لري.

هغه وويل چې نن اعظم خان دا بيان ورکوي چې دا يوه ډرامه وه. د ټاکنو په اړه د PDM مشر وویل چې موږ به د هیواد هرې څوکۍ ته نوماندان وټاکو.

ياده دي وي چي د پخواني وزيراعظم عمران خان پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان د سيفر په اړه خپل بيان ريکارډ کړے وو چي پکښي هغه يو قصدي سازش بللي وو او وئيلي وو چي دا سائفر د سياسي مقاصدو لپاره استعمال شوي دي۔

پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان د سيکشن 164 لاندې د مجسټرېټ په وړاندې اعتراف ثبت کړ.

Leave a reply