وفاقي وزيرانو د سپروائزري سيټ اپ په اړه د رسمي مشاورت لپاره د مولانا فضل الرحمان په کور کښې غونډه کړې ده.

0
93

باغي ټي وي رپورټ

د جے يو آئي وياند ترمخه د نگران تشکيل په اړه رسمي مشاورت شروع شوے دے، په دې لړ کښې د اسحاق ډار، سعد رفيق او اياز صادق په مشرۍ وزارتي ټيم د مولانا فضل الرحمان په کور کښې د ملک په سياسي صورتحال، د اسمبلۍ د دورې او نگران مقررۍ په اړه سلا مشورې وکړې.

تر دې وړاندې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د مسلم ليګ (ن) د سياسي کميټۍ غونډه شوې وه چې پکې د اسمبلۍ د تحليل په اړه د پيپلز پارټۍ په تجويز غور شوی ؤ او په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د نگرانۍ لپاره دې د ټولو ګوندونو سره مشوره وشي.

د قومي اسمبلۍ موده د اګست له ۱۲مې د شپې تر ۱۲ بجو پورې ده

ياده دې وي چې پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) د اګست په اتمه د قامي اسمبلۍ د منحلولو په اړه موافقه کړې وه خو پيپلز ګوند د اګست په اتمه د اسمبلۍ د منحلولو وړانديز کړی وو.

د قومي اسمبلۍ موده د اګست تر ۱۲مې نېټې پورې ده، که چېرې اسمبلۍ له مودې مخکې منحل شي، نو نگران سیٹ اپ به د عامو انتخاباتو لپاره د ۹۰ ورځو لپاره راځي.

د جولائي په 13مه نيټه قوم ته په خپله وينا كښې وزيراعظم شهباز شريف اعلان وكړو چې په راتلونكې اګست مياشت كښې به د وزارت چارې نگران حكومت ته سپارلې شي۔

Leave a reply