حکومت په پام کې لري چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د رسمي رازونو قانون لاندې محاکمه کړي.
باغي ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دا مقدمه دې د رياست نه خصوصي عدالت ته لېږلې شي۔
د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل که ايف آئي اے په تحقيقاتو کې همکاري ونکړي نو د پي ټي ائي چيئرمېن به د انکوائري په مرحله کې نيولی شي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن تر دې وړاندې هم دا تصديق كړې چې د ده څخه سيفر گم شوى دى، اوس به ايف آئي اے پلټنې كوي او هغه ته به سپارښتنه كوي چې د چا ملګرى دې او د چا په ضد دې د ثبوتونو او د پي ټي ائي د بيان نه پس مقدمه درج كړې شي۔
ياده دي وي چي وفاقي تحقيقاتي اداري ايف آئي اے د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د جولائي په 25مه نيټه د سيفر مسئلې په اړه احضار کړے دے۔
ايف آئي اے عمران خان ته نوټس جاري کړے او ورته د بني ګاله او زمان پارک په پته هم نوټس جاري کړے شوے دے۔
د نوټس د متن له مخې د پي ټي آئي د چيئرمېن خلاف د سيفر د سياسي مقاصدو لپاره استعمالولو په اړه پلټنې روانې دي او د اېف آئي اے مشترکه انکوائري ټيم د سيفر مسلې پلټنه کوي. ياده دي وي چي د پخواني وزيراعظم عمران خان پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان د سيفر په اړه خپل بيان ريکارډ کړے دے چي پکښي هغه دا بيان يو قصدي سازش بللي دي۔
پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان د سيکشن 164 لاندې د مجسټرېټ په وړاندې اعتراف ثبت کړ.