د پارلماني چارو په اړه د ملي شورا دایمي کمېټې د ټاکنو کمېسیون ته سپارښتنه کړې، چې له نوماندانو دې د دوی د شتمنیو او دوه ګوني تابعیت په اړه حلفونه نه اخلي
باغي ټي وي رپورټ
د پارليماني چارو لپاره د قومي اسمبلۍ د قائمه کميټۍ غونډه د محمد ابوبکر په مشرۍ کښې اسلام آباد کښې شوې چې پکښې د نامزدګۍ کاغذونو د فارم اے او بي په معامله غور اوشو۔
د هوښیارۍ دا فورمې د کاندید دوه ګونی تابعیت او د هغه د شتمنیو او مکلفیتونو پورې اړه لري.
قائمه کميټۍ اليکشن کميشن ته هدايات کړي چې د نامزدګۍ کاغذونو سره دې حلف نامې نه اخستلې شي۔د پارليماني چارو د قائمه کميټۍ وينا ده چې د اليکشن ايکټ 2017 کې د حلف نامې ذکر نشته۔
د اليکشن کميشن لخوا وئيلي شوي دي چي پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په خپله فيصله کښي حلف بيان لازمي ګرځولي وو۔د قائمه کميټۍ مشر وويل د سپريم کورټ فيصله د اليکشن کميشن قانون ترمخه د قانون نه پورته ده۔
ياده دې وي چې د ٢٠١٨ کال په جون مياشت کې سترې محکمې په ټاکنو کې برخه اخيستونکو کانديدانو ته امر کړى و، چې د کانديدۍ له کاغذونو سره دې يو حلف هم جمع کړي، چې په کې به د هغوى د اثاثو او د بهرني تابعيت په اړه ټول معلومات وي.
د پاکستان د هغه وخت چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې پنځه کسيز لوى بينچ دغه پريکړه د قومي اسمبلۍ د سپيکر اياز په غوښتنه د لاهور هائي کورټ د نامزدګۍ په اړه د فيصلې په اړه وکړه. چيف جسټس ريمارکس کړي وو چې تاسو ولې د اميدوارانو معلومات عوامو ته په ورکولو شرمېږئ؟ ولې ویناوال شرمیږي چې ولس د خپلو استازو په اړه نه پوهیږي؟
چيف جسټس وويل د نامزدگۍ کاغذونه د اليکشن ايکټ 2017 لاندې جوړ کړل شوي، د پاکستان خلک حق لري چې د کانديد په اړه معلومات ولري او اليکشن کميشن د مناسبو معلوماتو غوښتلو واک لري.