صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د سیمې هیوادونو خصوصي سکتور له استازو سره ناسته ترسره شوی.

0
117

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د سیمې هیوادونو خصوصي سکتور له استازو سره ناسته ترسره شوی.

19 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرې وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په نوښت د سیمې هېوادونو خصوصي سکتور له استازو سره ناسته ترسره شوې ده.

 

یاده ناسته کې د اسلامي امارت استازو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د سیمې هېوادونو خصوصي سکتور استازو او نمایندګانو ګډون کړی وو.

 

د دغې وزارت راپور زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي: اسلامي امارت هڅه کوي څو سوداګریز فعالیتونه له سیاسي مسایلو لرې وساتي او د سوداګرۍ لپاره ښه زمینه برابره کړي.

 

یاده ناسته کې د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال مېلمنو او حاضرینو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د صنعت او سوداګرۍ د اهمیت او په دې برخو د وزارت پر کړنو او لاسته راوړنو باندي خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې صنعت د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ رول لري.

اړوند موضوعات

افتتاح یک نمایشگاه صنایع دستی و محصولات زراعتی در دایکندی

 

ښاغلي جمال په ټینګار سره وويل چې په وزارت کې کاغذ پراني له منځه تللې او تر یوه چتر لاندي ټول اسناد طی مراحل کېږي او سوداګرو او صنعت کارانو ته یې ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هغوی ته همېشه د اړینو اسانتیاوو په چمتو کولو کې هڅه کوي.

Leave a reply