د موسمياتو محکمې د سبا نه تر جولائي 23مه په کراچۍ کې د باران امکان څرګند کړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د چيف ميټالوجسټ سردار سرفراز وينا ده چې نن ماښام د مون سون هواونه به ختيز سندهـ ته داخل شي، د دغه نظام تر اثر لاندې به د جولائي د 20 نه تر 23م جولائي پورې د سندهـ په زياتره برخو کې د تندر سره د باران امکان وي او په دغه مهال کراچۍ کې هم د باران امکان دی. ورځې. دی.
د موسمياتو محکمه وائي چې د مون سون په دويم سپېل کښې د کراچۍ په زياتره سيمو کښې د تيزو باران او په ځينو ځايونو کښې د معتدل باران امکان دے خو په ځينو ځايونو کښې د باران امکان هم دے.
د سردار سرفراز په وینا په کراچۍ کې د مونسون سیسټم تر اغیز لاندې د جولای په ۲۴ یا ۲۵ نیټه د بارانونو لړۍ بیا پیلیدو امکان دی.
کراچۍ کې به نن او سبا موسم ګرم او مرطوب وي.
بل لوري ته د موسمياتو کارپوه جواد ميمن وايي چې نن او سبا به په کراچۍ کې موسم ګرم او مرطوب وي او ښايي د تودوخې درجه له 35 څخه تر 38 درجو پورې ورسيږي.ده ووئيل د جولائي له 20مې نېټې څخه د بارانونو لړۍ پېل شوې چې د جولائي تر 30مې نېټې پورې به دوام وكړي او دا سېسټم به په دوه مرحلو كښې موثره وي، په دويم پړاؤ كښې به چې د 24مې جولائي نه پېل كېږي د باران ورېدو امكان وي۔
جواد ميمن وويل دراتلونکو 10 څخه تر 15 ورځو پورې به پاکستان کې مختلف موسمي نظامونه اغيزه کوي او دموسمي نظام تر اغيزې لاندې به په سندهـ کې هم د بارانونو امکان وي.