د صرافیو او بانکونو بندېدو خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي
د صرافیو او بانکونو بندېدو خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي
وروسته له هغه چې طالبانو کابل ښار ته دننه شول بانکونو او صرافیو خپل ټول فعالیتونه درولي دي.
(2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
وروسته له هغه چې طالبان د کابل ښار ته دننه شول، ټولو صرافیو او بانکونو خپل فعالیتونه ودرول چې، دغې چارې اوس د کابل ښاریانو او د ټول افغانستان وګړو ته ستونزې پیدا کړي، دوی وايي چې د بانکونو او صرافیو په بندیدو کارونه په ټپه ولاړ دي او په وینا یې چې بازار کې د خوراکي او سون توکو نرخونه په بې مخیني ډول لوړ شوي دي.
دوی له طالبانو غواړي چې صرافان او د بانکونو مسؤلین دې مجبور کړل شي چې بانکونه او صرافۍ خلاصې کړي او د نرخونو کنترول لپاره دې ژر تر ژره لاس پکار شي.