په راولپنډۍ کې نن سهار د سخت باران له امله ګڼې سیمې سیلابونو لاندې کړې.

0
113

باغي ټي وي رپورټ

د موسمياتو محکمې ترمخه په راولپنډۍ کې د شپې تر ناوخته پورې 190 ملي متره باران ريکارډ شوى، په گولره کې 102 ملي ايم، چکلاله کې 72 ملي ايم او شمس اباد کې 188 ملي ميټره باران ريکارډ شوى دى.

له سخت باران وروسته د ناله لای په کټاریان کې د اوبو کچه ۱۶ فوټو او ګوالمنډي کې ۱۳ فوټو ته رسېدلې ده.

د تیز باران نه پس کمشنر راولپنډۍ د ناله لای پشمول د ښار مختلفو سیمو دوره کولو ورسته اوویل چی په نزدی سیمو کښي د اوبو ویستلو لپاره مشینری سره ټیمونه موجود دی.

د راولپنډۍ کمشنر وویل چې ټولې څانګې په لوړ احتیاط سره دي، په ښار کې د باران ایمرجنسي نافذه ده او د روغتونونو ایمرجنسي ته هم خبرداری ورکړل شوی دی.

د ریسکیو 1122 دویم ویاند وايي، اسلام اباد راولپنډۍ کې د باران له اورېدو وروسته د ژغورنې عملې ته خبرداری ورکړل شوی دی.

د ترجمان په وینا د ناله لای په شاوخوا کې ریسکیو اهلکار ګمارل شوي دي، ټیمونه په کتاران، ګوالمنډي، سوان پل او نورو ټیټو سیمو کې موجود دي.

د ریسکیو ترجمان وینا ده چی ریسکیو 1122 د هر قسمه حالاتو سره مقابله کولو ته تیار دی د کوم بیړنی حالت په صورت کښي د ریسکیو هیلپ لاین 1122 ته سمدستي اطلاع ورکړي.

د موسمياتو محکمي ترمخه نن په اسلام آباد، پنجاب، خېبرپښتونخوا، بلوچستان او کشمير کښې د باران وريدو امکان دې۔

د موسمياتو محکمي د سندهـ په ميرپور خاص، سکر، لاڑکانہ، جيکب آباد، تهرپارکر، خيرپور او شاوخوا سيمو کې د وريځو امکان څرګند کړی دی.

Leave a reply