باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو له مخې دغه غونډه به نن مازيګر په اسلام اباد کې کيږي.
سرچينې وائي په غونډه کې به گورنر سنده کامران ټيسوري، خالد مقبول صديقي، مصطفی کمال اؤ فاروق ستار برخه اخلي.
له دې وړاندې د نهې په ورځ اسلام اباد کې د ایم کیو ایم پاکستان مشورتي غونډه شوې وه چې پکې د نگران حکومت، راتلونکو انتخاباتو او مردم شمارۍ په اړه خبرې شوې وې.
دسرچينو له مخې په غونډه کې د سندهـ لپاره د نگران وزيراعلي په نومونو هم غور شوى دى.










Leave a Reply