د امريکا دبهرنيو چارو دوزارت مرستيالې الزبت هورسټ وئيلي دي چې دپاکستان په سياست کې دامريکا کردار نشته، غلط معلومات لرې کول پکار دي.

0
172

باغي ټي وي رپورټ

په هیوسټن کې د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه یوه سیمینار ته د وینا پر مهال هغه وویل، پروپېګنډه او غلط معلومات باید له پاکستان سره د بامعنی ملګرتیا په لاره کې خنډ نشي.

الزبیت هرسټ ویلي، په تېرو ۷۵ کلونو کې د پاکستان او امریکا اړیکې د نړۍ او سیمې لپاره ګټورې دي.

الیزابیت هورسټ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال ډونالډ لو خلاف د تورونو په ردولو سره څرګنده کړه چې موږ د کوم سیاسي کاندید یا ګوند په اړه دریځ نه لرو، موږ د ډیموکراتیکو اصولو، د بیان ازادۍ او د قانون د حاکمیت ملاتړ کوو.

ده ووئيل مونږ په خپل تاريخ كښې يو نوے باب ليكو، مونږ په خلكو، سرمايه كارۍ، اقتصاد او سوكالۍ باندې تمرکز كوو، مونږ د پاكستان د اولس لخوا غوره شوي حكومت سره كار كولو ته تيار يو۔

Leave a reply