د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې تیره یوه میاشت کې څه د پاسه ۹۰۰ میلیونه ډالرو صادرات او واردت ترسره کړي.

د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې تیره یوه میاشت کې څه د پاسه ۹۰۰ میلیونه ډالرو صادرات او واردت ترسره کړي.
18 جولاي سه شنبه 2023
د احصایي او د معلوماتو د ملي ادراې مسوولینو خبر ورکړی چې په تېره یوه میاشت کې افغانستان تر بل هر وخته پرېمانه صادرات درلودل او د ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران سربېره یې نورو هیوادونو ته هم خپل کورني تولیدات لېږلي دي.
د احصاییې او اطلاعاتو د ملي ادارې شمېرې ښيي چې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، ایران، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي. د احصایي ملې ادارې په وینا چې د افغانستان په صادراتو کې وچه او تازه مېوه، د ډبرو سکاره، غالۍ او نور توکي شامل وو.
یاده اداره وایي چې برعکس افغانستان همدا تېره میاشت د ۸۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت خوراکي او ناخوراکي توکي افغانستان ته راوارد کړي دي. د وارداتو درنه برخه له چین، ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او هند څخه وه، چې اوړه، غوړي، وريجې، مصالحې او همدارنګه ماشینري او سون توکي پکې شامل وو.
اړوند موضوعات
وزارت تجارت: افغانستان در سال جاری بیش از 350 میلیون صادرات داشته است
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په صادراتو کې په لومړي ځل خورا لوړ توپیر راغلی او یوازې پروسږ کال مو تر دوه میلیارده امریکایي ډالرو ډېر صادرات درلودل.






