د پېښور په حيات اباد فيز شپږ کې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې د لسو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

0
175

باغي ټي وي رپورټ

سرچینې وای یو تن په چاودنه کښې وژل شوې او د دو کسانو حالت د اندیښنې وړ دې.

ايس پي کينټ وقاص رفيق وئيلي دي ځانمرگي بريد د فرنټير کور (اېف سي) ګاډي سره نزدې شوی چې په نتيجه کې يې دوه گاډي تباه شوي دي .

د پولیسو په وینا په چاودنه کې د ۷ امنیتي کارکوونکو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

پوليس وايي، چې د بريد هدف امنيتي ځواکونه وو، چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

Leave a reply