پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن د اګست په اتمه د قامي اسمبلۍ منحلولو باندې اتفاق کړې دې۔

0
78

باغي ټی وی رپورټ

د سرچينو له مخې پيپلز پارټۍ په اتم اګست اسمبلۍ منحل کولو وړانديز کړى ؤ، قانوني ماهرانو هم حکومت ته په ٨م اگست داسمبلۍ منحل کولو تجويز کړى دى.

سرچينه وايي، چې د اګست په نهمه او لسمه د ملي شورا د منحلولو په اړه هم غور وشو.

د حقوقي کارپوهانو په وینا، که ولسمشر دغه لایحه تصویب نه کړي، له ۴۸ ساعتونو وروسته به ولسي جرګه لغوه شي.

ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ دوره د اګست د مياشتې تر 12 نيمو بجو پورې ده.

د جولائي په 13مه نيټه قوم ته په خطاب کښې وزيراعظم شهباز شريف د اګست 2023م کښې نگران حکومت ته د چارو سپارلو اعلان کړے دے۔

خپل خطاب کښې وزيراعظم وويل په 12م اګست 2023ء به نگران حکومت ته چارې سپارل کيږي.

په تېرو څو ورځو کې د پاکستان پيپلز پارټۍ سيکرټري جنرل نير بخاري ويلي وو چې د اسمبلۍ د منحلولو پر ځای دې دوی ته د خپلې دورې پوره کولو اجازه ورکړل شي.

نیر بخاري وویل چې د دورې ختمیدو نه څو ورځې وړاندې د اسمبلۍ ختمول به ښه پیغام نه ورکوي، په ملک کې باید عام انتخابات د اکتوبر په دولسمه ترسره شي.

د اسمبلۍ منحل، اساسي قانون څه ته وايي؟

کارپوهان وايي، چې د اساسي قانون په ۲۲۴مه ماده کې څرګنده ده، چې کله ملي شورا یا صوبايي اسمبلۍ د خپلې اساسي دورې په پوره کېدو سره منحل شي، نو په ۶۰ ورځو کې به نوې ټاکنې کېږي.

د آرټيکل 112 ترمخه که ګورنر د وزيراعلي سمري لاسليک نه کړي نو په 48 ساعتونو کې به اسمبلۍ په اوتومات ډول منحل کيږي چې وروسته به وزيراعلي د نگرانانو لپاره د اپوزيشن ليډر ته خط ليکي او د نگران وزيراعلي لپاره به دوه خطونه ليکل کيږي. دواړه خواوې نومونه به لیږل کیږي.

که چيرته وزيراعلي او د اپوزيشن ليډر ترمينځه په دريو ورځو کښي د نگران وزيراعلي په اړه اتفاق نه شو نو معامله به پارليماني کميټي ته ځي چي پکښي به دواړه مساوي نمايندګي ولري۔

پارليماني کميټۍ ته به هم درې ورځې مهلت ورکړے شوے دے او که چرې پارلېماني کميټې په دريو ورځو کښې د نگران وزيراعلې په نوم متفقه نه شو نو معامله به د حتمي فيصلې لپاره چيف اليکشن کمشنر ته ځي او د فيصلې پابند به وي۔ .

Leave a reply