د بلوچستان هائي کورټ د پاکستان کرکټ بورډ د چيئرمېن د انتخاب په اړه حکمنامه واپس کړې ده.

0
170

باغي ټی وی رپورټ

د بلوچستان هائي کورټ د چيف جسټس نعيم اختر افغان او جسټس امير نواز رانا په مشرۍ بنچ د پي سي بي د چيئرمېن د انتخاب په اړه د داخل درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د پي سي بي، وفاقي حکومت او د درخواست کوونکو وکيل عدالت کې حاضر شول.

عدالت د پي سي بي د چيئرمېن د انتخاب په اړه حکمنامه واپس اخستلو سره اوويل چې درخواست کوونکي دې اړوند فورم ته رجوع وکړي، د پي سي بي منيجمنټ کمېټۍ د بورډ آف ګورنر نومونه نه شي اخستي۔

ايډيشنل اټارني جنرل وويل چې د پي سي بي عبوري کميټۍ د ورځې چارې پرمخ وړي.

خو عدالت د پي سي بي د چيئرمېن د ټاکنې د ځنډولو درخواست رد کړی دی.

Leave a reply